محمد آجان غلجی

 

 

په سویدن کی څومره افغانان اوسی ؟

 

 

په پخوا زمانو کی  د  بیلا بیلو لاملو نو په وجه  او په  خاصو  پیرو نوکی افغانانو هم ځانګړی او ټولنیز مهاجرتونه کړی  ؛  چی ډیری یی د هندوستان په لور ؛ د اوسنی ایران او ترکیی پلو ؛  او د منځنی اسیا پلور و ؛ هغه  تللی کډوال  د هغو سیمو شول ؛ ژبه ؛ ثقافت او هر څه یی بدل شول ؛  له اصل سره یی اړیکی وشلیدی  ؛  اټکلأ یوه پیړی  وړاندی  کله چی استرالیا د ژوندانه  لپاره  جوړیده  د انګریز استعمار په جبری توګه لسګونه زره افغانان د دوی له اوښانو سره هلته ولیګدول او د استرالیا په ودانولو کی یی  برخمن کړل چی په خواشینی سره هغو هم خپله ژبه او ثقافت تقریبآ له لاسه ورکړی  .

 

 خو لویډیز ( اروپا او امریکا ) ته ؛ له  ځینی استثنا ګانو پرته ؛ کډوالی له افغانستان نه  اوږده سابقه نلری ؛ د افغانانو د کډوالی نوی پراخ بهیر  د ۱۳۵۷ کال له بدلونونو سره مل پیل او تر اوسه دوام مومی  ؛ د  څه باندی دری لسیزو  پرله پسی مهاجرتونو لاملونه بیشمیره او راز راز دی  ؛ چی سپړل یی ځانله  څیړنیز بحث غواړی ؛ 

 

زموږ اولس  په پخوا کی بهر ته د تګ راتګ او سفر چندان لیوالتیا نلرله ؛ دګوتو په  شمار  کسانو  سوداګریز ؛ د درملنی  ؛ توریزم ؛ یا رسمی سفرونه لرل ؛ خو د ۱۹۷۹ ع کال له بد لونونو وروسته او په تیره د شوروی اتحاد د سرو لښکرونو په راتګ چی  زموږ هیواد د شوروی او  امریکا د رقابت ډګر وګرزید او پدی ډول دجګړی اور به کلیو ؛ بانډو او ښارونو کی  ولګید ؛ خلک د خپل ژوند او ځان بچولو په هیله دکورونو او ان ټاټوبی پریښودو ته اړ او دکډوالی ستر بهیر پیل او پراخ شو ؛ لویډیزو او اسلامی ملکونو دخپلو موخو په وجه زموږ خلک مهاجرتونو ته هڅول ؛ په ګاونډی ملکونو او لویډیزه نړی کی  یی د ځای پرځای کیدو امکانات او وسایل برابرول ؛ پدی توګه په  ملیونونو افغانان   ، پاکستان او ایران ته ولیګدیدل ؛ له دی نه علاوه  په لکونو نور هندوستان ؛ روسیی ؛ ترکیی ؛ عربی نړی ؛ اروپا ؛ امریکا ؛ استرالیا ؛ کانادا او دنړی هر ګوټ ته  تیت او ځای پرځای شول ؛ دا لړی لا هم په زور کی ده  او خلک په بیلا بیلو دلایلو دکور او ټاټوبی بریښودو ته دوام ورکوی ؛ پدی  لړ کی اروپا امریکا او ځینو پرمختللیو او هوسا هیوادونو ته  د تګ او رسیدو لیوالتیا د افغانانو تر مینځ له پخوا پیاوړی شوی او په ډیر جګ لګښت ؛ دسختو او له خطره ډکو لارو په وهلو  ځانونه همدغو هیوادونو ته رسوی ؛ البته ډیر شمیر هیوادوال په لارو کی مری ؛ په اوبو کی ډوبیږی ؛ په جیلونوکی  شپی سبا کوی او له ورته غمجنو پیښو سره مخ کیږی ؛ ددی ټولو کړاوونو په ګاللو سره چی ټاکلی هیواد  ته ورسیږی ؛ په وروستیو کلونو کی دلوی‍‍‍دیزو هیوادونو د کډوالی په قوانینو او سیستمونو کی د پناه غوښتونکو په ضرر هغو پراخو پرله پسی منفی بدلو نونو په وجه ډیری له دوی ؛ د نه منلو او ناڅرګند برخلیک سره مخ ؛ په کلونو کلونو سرګردانه  او له کورنیو  لری پاتی کیدو ته اړ کیږی ؛ په اروپاکی  سکندناوی ملکونه یا شمالی اروپا تر نورو ټولو پدی اړه بهتره عملی دریځ لری ؛ سره لدی چی دوی هم له باقی اروپا سره مل خپل دمهاجرت قوانین تر ډیره د پناه غوښتونکو په نقصان بدل کړی او دا لړی لا هم دوام لری  ؛ مګر دنورو لویډیزو ملکونو په پرتله  په ځانګړی توګه د افغانانو  د منلو په اړه تر نورو  ښه او اسانه  دریځ لری  ؛ زه دلته دسکاندناوی ملکونو  له جملی څخه په سویدن کی  د اوسیدونکو افغانانو د شمیر  ؛ او په ۲۰۱۲ ع کال کی  د لته دراغلو او له هغوی نه  د منل شویو او نا منل شویو  شمیری یوازی د مینه والو د معلوماتو لپاره  وړاندی کوم  .

 

لاندنی  ارقام  د ستکهلمیان ویبسایت نه اخیستل شوی او د سویدن د احصایی او مهاجرت له ادارو سره چک شویدی : - 

 

په ۱۹۷۹ عیسوی کال کی   په سویدن کی ټول ټال ( ۸ ) ؛ اته تنه افغانان اوسیدل ؛ چی له هغه جملی څخه ؛ ( ۷ ) ؛ اوه کسان نارینه  او  ( ۱ ) ؛ یو تن هم ښځینه  وه .

 

د لاندنیو شمیرو مبدا له افغانی مور او پلاره په افغانستان کی  زیږیدلی کسان دی  ؛ هغوی چی له افغانی مو ر او پلاره  په سویدن کی نړی ته راغلی یا  د افغان پلار او د بل هیواد له موره ؛ یا بر عکس د افغانی مور او دبل هیواد له پلاره په سویدن کی پیدا شوی وی  په دی ارقامو او احصایه  کی ندی شامل .

 

هغه شمیری چی  دسویدن د احصایی او کډوالی اداری  ثبت کړی او تر ټولو صحیح او باوری احصایه ده  ؛ د۲۰۱۲ عیسوی کال تر وروستی نیټی  ټول هغه افغانان چی په افغانستان کی زیږیدلی  او په سویدن کی اوسی ؛ ( په سویدن کی اقامت یا طابعیت لری ) ؛ ( ۲۱۴۸۴ ) ؛ یو ویشت زره څلور سوه څلور اتیا  تنه دی ؛  له دی جملی نه  ؛ ( ۱۳۰۵۴ ) ؛  دیار لس زره څلور پنځوس تنه نارینه او  ( ۸۴۳۰ ) ؛  اته زره  څلور سوه دیرش تنه ښځینه  افغانان  دی .

 

د افغانانو له ټولیزی شمیری  چی په پاس کی  ذکر شوی ؛ تر اوسه  ؛ ( ۴۸۰۵ ) ؛ څلور زره  اته سوه پنځو ؛ کسانو  د افغانستان د طا بعیت په ساتلو سره د سویدن طابعیت هم تر لاسه کړی او ( ۱۶۶۷۹ ) ؛ شپاړس زره شپږ سوه نه اویا تر ننه یواځی د افغانستان طابعیت لری ؛  دا چی د نورو ملکونو نه راغلی مهاجرینو  په پرتله افغانانو  په  کم شمیر کی طابعیت اخیستی  یو دلیل یی د نو رو په نسبت د افغانانو سویدن ته وروسته راتګ ښو ول کیږی  ؛ بل لامل یی هم د افغانانو د هویت په اسنادو  د اروپایی ملکونو په تیره د سویدن د دولت بی باوری په ګوته کیږی  ؛ ځکه په افغانستان کی  دپاخه او باوری سیستم نشتوالی  ددی ستونزو لامل شوی دی ؛ د یادولو وړ ده چی په پخوا کی د  سویدن او افغانستان تر مینځ د شته تړون په وجه   د دواړو ملکونو کډوال کولای شی په یو وخت کی د دواړو ملکونو طابعیت او پاسپورت ولری .

 

تیر کال ؛ یعنی د ۲۰۱۲ عیسوی کال په اوږدو کی  ؛  ( ۴۷۵۵ ) ؛ څلور زره اوه سوه پنځه پنځوس تنه افغانان تازه سویدن ته راغلی او دلته یی د پناه غوښتنه کړی ؛ چی  له دی ډلی ؛ ( ۳۵۶۶ ) ؛ دری زره پنځه سوه شپږشپیته کسان نارینه ؛ او ( ۱۱۸۹ ) ؛ یوزرو یو سلو نه اتیا تنه ښځینه  هیوادوال دی .

 

په ۲۰۱۲ عیسوی کال کی په سویدن کی  د افغان پناه غوښتونکو لپاره  د مثبت ځواب یا منلو چانس څرنګه و؟

 

د ۲۰۱۲ ع کال په اوږدو کی د سویدن د مهاجرت اداری  د ( ۴۴۳۱ ) ؛ څلور زره څلور سوه یودیرش ؛ افغان پناه غوښتونکو ؛ غوښتنلیکونه تر غور لاندی  ونیول ؛ له دی جملی  ؛ ( ۲۵۴۹ ) ؛ دوه زره پنځه سوه نه څلویښت  تنو مثبت ځواب واخیست  او ( ۱۸۶۴ ) ؛ یوزرو اته سوه څلور شپیته  تنو منفی ځواب  ؛  چی دا په تیر کال کی     ( ۵۸ ؛ آته پنځوس په سلو کی مثبت ځواب ښیی ) ؛ د هغو چی  د سویدن د مهاجرت له اداری منفی ځواب تر لاسه کړی په هیڅ وجه وروستنی ځواب نه ده ؛ بلکه دوی حق لری له دی پریکړی  د ملک په دوه مهاجرتی محاکمو کی  یو په بل پسی شکایت وکړی ؛ چی د دوی ډیر شمیر بیا له دی لاری د منلو چانس لری .

 

په ۲۰۱۲ ع کال کی  د افغان پناه غوښتونکو لپاره د سویدن د مهاجرت  اداری  له خوا د ځواب اخیستلو منځنی مهال ( ۱۱۹ ) ؛ یوسل و نولس ورځی و ؛ پداسی حال کی چی دا مهال دنورو پناه غوښتونکو مثلا ایرانیانو لپاره ډیر اوږد و . دا زمانی  فرصت یوازی د مهاجرت په اداره پوری ربط درلود او د مهاجرتی محاکمو  مهال ویش  په کی شامل ندی .

 

د سویدن د مهاجرت اداری خپری شوی وړاند وینی ښیی چی  د ؛ ۲۰۱۳ آو  ۲۰۱۴ عیسوی کلونو کی به د افغان پناه غوښتونکو  کچه  له دی هیواده  د ۲۰۱۲ ع کال په پرتله خامخا لوړه وی  .

 

د یادونی وړ ده  سربیره له هغه شمیر افغانانو چی د ۲۰۱۲ کال تر پایه  یی په پاس کی احصایه وړاندی شوی  ؛ په زرګونه نور هغه افغانان چی دلته په سویدن کی له افغانی میندو او پلرونو زیږیدلی  هم علاوه کیږی او په سویدن کی د اوسیدونکو افغانانو شمیره  لوړوی

 

په درناوی ؛  پای

 

 


 

 


بالا
 
بازگشت