عبدالولی منگل
امريکايان په افغانستان کی
په داسې حا ل
کې چې د امريکې جنګي ګاډۍ نړيوالو او خپلو مخالفينو ته وښودله چې هغه څومره
ځواکمنه ده ،خو په عين
وخت کې داسې ښکاري , چې امريکايان د جګړې په ګټلي ډګر کې د ډغرې د بايلونکو سره په يوې ناپايه لوبه لګيا وي.
سره له دې چې امريکايانو
د جګړې ډګر ګټلی دی. هغوی په ډېر کم وخت کې د طالبانو رژيم ړنګ کړ ، او همدا ډول يې په حيرانوونکې توګه د صدام
حسين رژيم دړې وړې کړ .خو يو څه چې امريکايان تر اوسه پورې پکې ناکام پاتې دي هغه
دادي، چې نه په افغانستان کې او نه په
عراق کې امريکايانو ددې توان لا ندی پيدا
کړی چې هلته سوله اوسياسي ثبات رامنځ ته
کړي.
يونيم کال
کيږي چې د امريکا په لاس د طالبانو رژيم نسکور شوی، خو طالبان تر اوسه پورې له پښو
نه دي غورځيدلي. طالبان په غلچکۍ جګړې بوخت دي. که څه هم امريکايان د خپلو پوځيانو
وژل کيدل پټ ساتي ، خو پټ تل پټ نه پاتې کيږي. داسې اطلاعات شته چې د افغانستان په
جګړه کې په سلګونه امريکايان تر اوسه پورې ټپيان او وژل شوي دي، او داسې ښکاري چې دا جګړه اوږديږي او خامخا به
مريکايانو او ددوی انډيوالانو ته نوره مرګ او ژوبله رسيږي .
لويه ستونزه داده چې د افغانستان خلاصی پولي
، څوک نه شي څارلی او تړلی، او لا تر
اوسه طالبان د بهر څخه ننګه
او حمايه کيږي، د پاکستان ، سعودي
او ايران بنسټپالې کړۍ د دوی سره مرسته کوي.
دپېښو شنونکي پدې عقيده دي چې امريکا په
افغانستان باندې د يرغل دهغه پيل نه ددې هېواد دمسايلودحل لپاره کو مه ځانګړي
ستراتيژي نه درلودله او اوس يې هم نلري .
افغانان هم نه پوهيږي چې
امريکايان پدې هېواد کې څه پروګرام لري او څه کول غواړي . ايا
امريکايان يوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي
، او يا دافغانستان ګټې هم ورته مطرح دي . سولې ، ثبات ، امنيت ، پلوراليزم او دموکراسي او د ارزشونو ددفاع لپاره افغاستان
ته راغلي دي اويا د((تورې طلا)) دتر لاسه
کولو لپاره غواړي (( هندوکش )) لاندې کړي .
امريکايانو که
له يوې خوا د طالبانو رژيم ړنګ کړ، خو له بلې خوا يې د قدرت واګې هغه جګړه مارانو
ته وسپارل چې لاسونه يې د زرګونو بې ګناه افغانانو په وينو سره دي, او داسې جوته
کيږي چې جګړه ماران يو ځل بيا په هغه ککړه وياله کې اوبه بيايي. دلندن د
ستراتيژيکو مطالعاتو په وروستي راپوټ کې راغلي دي ،چې امريکا(( دجنګ سالارانو
حاکميت نه غواړي ولې د انارشي په پرتله دوی بهتر دي .)) .
سوال دادی چې دامريکا يانو له نظره انارشي څه ته وايي؟
افغانستان اوس عملا دواک په مختلفو زونونو وېشل
شوی ، جګړې او بې امنيتي ، بي قانوني او زور زياتي ، فساد او بې عدالتي ، بېکاري اوشرمونکي بي وزلي او نورې
ناخوالې دوام لري . حالات دومره دراماتيک
دي چې کرزی اخطار ورکړی دی چې که په
راتلونکو مياشتو کې وضع ترکنترول
لاندې رانه شي نو جرګه به راوبولي
.
د کرزي نيمګړي
او کمزوري اداره ورځ په ورځ خپل اعتبار په اولس کې له لاسه ورکوي، دا حالت د
امريکايانو ضد ځواکونو او ټلوالو ته موقع په لاس ورکوي چې د خلکو ننګه تر لاسه کړي
او د امريکايانو پر ضد يې را وپاروي.لنډه دا چې څومره چې جګړه په افغانستان کې
اوږديږي په هغومره اندازه امريکايان مايوسه کيږي. د امنيت شورا ته د ښاغلي براهيمي
وروستی رپوت چې ويل يې بې ثباتۍ او ناکافي امنيت د سولې پرټول بهير
باندې سيورى اچولى او د امنيتي ستونزو په زياتيدو سره د سولې بهير د جدي آزموينې سره مخامخ دی, دا حقيقت ښه په په ډاګه کوي.
څه وړاندې
مخکې کرزي طالبانو ته غږ کړ چې دده سره په حکومت کې ګډون وکړي، دا هم د کرزي د
ادارې د کمزورۍ يوه بله نمونه ده. دغه وړانديزته دطالبانوغبرګون په شدت منفي
و،هغوی کرزی د کابل شاروا ل او د جنګسالارانو لاسپوڅی وه بله .
نو څه بايد وشي؟
د ملوک الطوايفي او دواک دمختلفو مرکزونو ختم ،
د يوه مرکزي قوي حکومت جوړول ، ديوه
دموکراتيک اساسي قانون ، دخلکو دخوښي نظام
او انتخابي حکومت را منځته کول او ديوه ازاد ، دموکراتيک او متمدن افغا نستان دجوړولو په داعيه کې،ددې هېواد دخلکو په وړاندې ورکړشوي وعدې
اوتعهدات تر سره کول ، دادي دافغانانو اساسي غوښتنې او د نړيوالې ټولنې مسوليت دافغاستان په وړاندې چې بايد ترسره شي .
ددغو ټولو
مسايلو په نظر کې نيولو سره، دا حقيقت يو ځل بيا په ډاګه کيږي چې په وسله سمبال او
مذهبي افراطي کړۍ چې سياسي واک په خپل ګورت او انحصار کې ساتي ، نه شي کولای چې د افغانستان د نن او سبا کشالې حل کړي. تجربو ښودلي ده , او دا يوه اړينه چار ګڼل کيږي چې تر څو چې
ددموکراسۍ په بهير او د افغانستان په
راتلونکي سياسي جوړښت کې پرته د هر ډول
تبعيض، ټولو پرمختګ او دموکراسي پلوه افغانانو، سياسي سازمانونو ، ګوندونو او کړيو برخه نه وي اخيستي ، د دې هېواد
شخړه نشي حل کيدای. هيڅوک بايد له ياده و
نه باسي چې دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ددې هېواد هره ډبره او لوېشت په لوېشت خاوره د ټولو افغانانو
ګډه خزانه ده. ددې خاورې هر وګړی دا حق
لري او بايد دا حق ترلاسه کړي چې د هغې په
ابادۍ او سمسورتيا کې برخه واخلي.
داده دژغورنې يوازنۍ لار . که داسې نه کيږي نه
يوازې افغانستان دنابودي تر پولي دخطر سره
مخ دی بلکه دياده بايد ونه ايستل شي چې دې هېواد ته د (( امپراتورطورۍ ګورستان ))
ويل شوي دي.