عبدالولي منگل  

جګړه ماران او ږيره ور رهبران

څرنګه چې سياسي شنونکو وړاندېينه کوله چې د بون تړون به ښې اوروغې نتيجې ورنه کړي، هم داسې هم وشول. هغه پرېکړې او قولونه چې د بون په غونډه کې شوي و په خواشينۍ سره چې عملي او ترسره نه شول.
 
د بون په غونډه کې يو ډول په بيړه او په تلوار سره تپل شوي او تحميلي تړونونه د هغو چا په منځ کې وشول چې کلونه کلونه يې د قدرت او ثروت په سر سره هډونه مات کړي وو. ښه ، جوته خبره ده چې امريکا نه غوښتل چې په طالبانو د ورختلو او راپرځولو لپاره خپل ځانونه خوږ کړي، دا کار هغوی غوښتل په نورو وکړي. ددې لپاره هغوی د شمال ځواکونه وه کارول.

امريکا او د هغوی پلويانو ددې لپاره چې د طالبانو رژيم را نسکور کړي،د هر ممکن چالند څخه کار واخېست . ددغه کار له امله پخوانيوافراطي تنظيمي ټوپکولانو ته (!) ته يو وار بيا چنس په لاس ورغی چې سرونه له غارونو نه راوه باسي. دا جګړه ماران او افرطيان چې څو کاله د طالبانو له وېرې او ډار له امله تيت او پرک شوي وو، يو وار بيا د سختو ورځو پخواني انډيوال امريکې د ناسنجول شوې پاليسۍ له کبله قدرت ته ورسيدل، په پيسو او وسلو سمبال شول چې په نتيجه کې يې اوس بيا د افغانستان سولې او ثبات ته ګواښ او خطر پيدا کړی دی.بايد په ډاګه وويم چې همدا اسلامي افراطي ځواکونه دي چې نه پرېږدي افغانستان پر مخ ولاړ شي او متمدن شي، همدا افراطي تور انده کړۍ دي چې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ په لار کې خنډ جوړوي.هغوی هر وخت د خپلو شومو مقاصدو  او موخو لپاره د اسلام او ددين څخه ناروا ګټه اخلي، او هرکله چې پر افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لمر راختلی دی ، همدا ږيره ور او سپږن تنظيمي رهبران دي چې په افغانستان يې د اسلام تر نامه لا ندې توره شپه راوستلې ده .او دا هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې په عنعنوي ډول دين له سياست څخه جدا ساتل شوی دی ،او په دې هېواد کې هېڅ دا ډول قانون نه دی رامنځ ته شوی چې د اسلام ددين د احکامو سره ضديت يا مغايرت ولري. ځکه نو ټول مترقي ځواکونه د اسلام د دين نه د سياسي مقصدونو لپاره ناوړه استفادې غندي   .

پدې ډول شرايطو کې دا ملي اړتيا رامنځ ته کيږي چې د هېواد سوله پال او وطنپال ځواکونه د سولې او دموکراسۍ په يوه غښتلي نهضت کې سره راټول او متحد شي او د يوه پياوړي ، ملي سراسري الترناتيف (بديل) د ايجاد له مخې د افراط او جګړې د ځواکونو هلې ځلې شنډې کړي .

 څه دپاسه دوه کاله کيږي چې د طالبانو مستبده او کرغېړنه واکمني پای ته رسيدلې ده، ولې لا تر ننه په هېواد کې اساسي ستونځې نه دي حل شوې.په واقعي ډول د واک او قدرت مساله نده حل شوې،مرکزي حکومت ولايتونو ته  نه غځيږي.زورور جنګسالاران او ټوپکوالان په ولايتونو کې خپلې ولکې ټينګوي او د خپلې واکمنۍ عمر اوږدوي. له هيچا پټه نه ده چې همدا وسله والې کړۍ دي چې د افغانستان د بنسټيزو کشالو د حل مخنيوی کوي. د خپل واک او قدرت د ساتلو او اوږدولو لپاره د افغانستان او ددې هېواد د مليونونو ځوريدليو خلکو د لوړو ګټو پر خلاف ناروا هڅو ته لاس اچوي.

 څه وړاندې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي عنان دا خبره برمنډه کړه چې که د افغانستان پر ستونځو له سره غور ونشي ، نو دا هېواد به بيا له لاسه ووځي او د نړۍ د ترهګرو په لاس کې به ولويږي. ښاغلي عنان په ډاګه په هېواد کې امنيتي ستونځې يادې کړې ، چې د ورځې په تيريدو سره زياتيږي. بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي احضر براهيمي ويلي چې ، يو بل نړيوال کنفرانس ته اړتيا ده چې ددې هېواد اصلي شخړه حل کړي. ډېر ګمان کيږي چې د براهيمي منظور په افغانستان کې د قدرت شخړه وي ، چې اصلآ نده حل شوې. دغه ځانګړي استازي ځينو ختاګانو ته هم اشاره وکړه چې د بون په غونډه کې شوې وې.ده د جنکسالارانو شته والی د سولې د ټينګښت په لار کې يو عمده خنډ وباله  .                                 
 
ټولو ته جوته ده چې اوس هم ملګري ملتونه ،او هم امريکا او د هغوی متحدين په دې پوی دي چې په افغانستان کې ددوی په کړنلاره کې ژورې نيمګړتياوې شته او بايد په دې هېواد کې په يوې نوې کړنلاره فکر وشي.که رښتيا هم داسې وي ، نو دا نوې کړنلاره بايد چې لومړۍ د جنګسلارۍ او ټوپکسلارۍ په ختمولو سره پيل شي او باور دی چې هم دا ډول به وشي.

پداسې حال کې چې د قدرت د بېلا بېلو مرکزونو د ړنګولو ، د وسله والو ډلو د خلع سلاح کولو او د هېواد د قومونو ، مليتونو او قبايئلو د اکثريت ملا تړ څخه برخوردار د يوه قوي مرکزي حکومت د ايجاد په لار کې د روانو هڅو ملا تړ کيږي، مګر په عين حال کې د هر ډول ديکتاتوري رژيم ، استبدادي او لاسپوڅي حکومت او د بشري حقونو په اعلاميه کې د مندرجو موازينو او ددموکراسۍ ضد اعمالو کارول په کلکه مخالفت بايد وشي. د افغانستان ټولې هغه مترقي کړۍ چې په رښتيا ددې هېواد په غميزه ځوريږي، د يوه حقوقي او غيرې ايديالوژيک دولت او د دا ډول سياسي نظام او سيستم پلوی کوي چې د حکومتونو په تغيير او تبديل سره د دولتي نظام بنسټيز جوړښت او ارکان تغيير وه نه مومي .داسې ښکاري چې امريکايان به خامخا يو روښان حقيقت ته غاړه کيږدي. بايده دي چې د ږيره ورو رهبرانو اوجګړه مارانو د حمايت څخه لاس واخلي،او پرېږدي چې ددې هېوادپه مسايئلوکې ټول مترقي قووتونه برخه واخلي. له ياده بايد و نه باسو چې د افغانستان د لانجې د حل کنجي په وروستي تحليل کې د روښاندو او پرمختګ پالونکو غورځنګونو او ددې هېواد د مليونونو خلکو  په لاس کې ده . هر څه ددې سره تړلي دي چې ملت کله او څرنګه  د دا ډول پېئلي او مترقي پاڅون د جنډې  او بيرغ لاندې د خپل وطن د نجات او ژغورنې لپاره راپاڅيږي او په پښو دريږي.

برای خواندن اين مضمون ضرورت به فونت پشتو است که می توانيد ازاين سايت دریافت و يا    download     کنيد

 Tolafghan.com   _       

      پښتو ليکبڼې  --

 

 


بالا

بعدی * صفحة دری * بازگشت